وقاد : که د ټاکنو پايلې پر خپل وخت اعلان نه شي خلک به کاري اعتصاب وکړي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61020
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-08-30

د حزب اسلامي افغانستان د شوراګانو اتحاد نن په کابل کې د يوې غونډې په ترڅ کې ګواښ وکړ که د ټاکنو پايلې پر خپل وخت اعلان نه شي خلک به کاري اعتصابونه وکړي. د دې شوری مشر او پخوانۍ پېژندل شوې جهادي څېرې قاضي محمد امين وقاد چې نولس سوه او اتيايمو کلونو کې يې د ېوې مودې لپاره د حزب اسلامي افغانستان مشري هم کړې له ملامحمد عمر او ګلبدين حکمتيار څخه وغوښتل چې ټوپک پر ځمکه کيږدي، دواړه د سولې لار خپله او پر حکومت ور ګډ شي.