د هلمند امنیتي چارواکي وایي وسله والو ته یې مرګ ژوبله اړولې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61022
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-08-30

د هلمند چارواکي وايي چې پر ګرمسېر او خانشين ولسواليو يې د سلګونو وسله والو ډله ييز بريدونه پر شا تمبولي او ډېره مرګ ژوبله يې ور اړولې ده. دغه څرګندونې د هلمند والي تورن جنرال محمدنعيم نن د ۲۱۵ ميوند قول اردو قوماندان او د امنيې قوماندانۍ له سر پرست سره په يوه ګډه خبري غونډه کې وکړې. والي زياته کړه، وړمه شپه وسله وال طالبانو چې شمېر يې تر ٣٠٠ ډېر و، د ګرمسېر او خانشين ولسواليو په يو شمېر سيمو کې پر امنيتي پوستو پراخ بريدونه کړي وو. هغه زياته کړه، چې وسله وال مخالفين د دولتي ځواکونو له کلک مقاومت سره مخ شول او د ګڼې مرګ ژوبلې سربېره يې کلکه ماتې ورکړې ده. والي وويل چې په دې نښته کې د وژل شوو ٧٠ وسله والو مړي په سيمه کې پاتې دي او ګڼ نور تر لا هم د دوى په کلابندۍ کې دي. د هغه په وينا، په دغو بريدونو کې افغان ملي ځواکونو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.