د میدان وردګو ولایت په مرکز میدانښار،سیداباد،چک او نرخ ولسوالیو کې د
تېرو ۴۸ ساعتونو پر مهال د بېلابېلو پېښو په ترڅ کې د وزستانیانو په ګډون
۲۵ مخالفینو او ۲ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
د نرخ ولسوالۍ په ابراهیم خیلو سیمه کې د هوایي برید او په شاه کابل سیمه
کې د ځمکنیو عملیاتو په ترڅ کې د وزیرستانيانو په ګډون ۱۳ مخالفین وژل
شوي او دوه نور له یوه اندازه مهماتو او وسلو سره یو ځای ژوندي نیول شوي
دي .
همدا راز د سیداباد ولسوالۍ په بهادرخیلو،تنګي او سالارو سیمو کې د
بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې ۵ مخالفین وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي.
په ورته وخت کې د مرکز میدان ښار په لعلو خیلو سیمه کې د هوایي برید په
ترڅ کې یو وسله وال مخالف وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی .
د یو بل خبر له مخې د چک ولسوالۍ په ګودي سیمه کې د وسله والو مخالینو
لخوا د توغول شوي توغندي د لګیدو له امله یو ۹ کلن ماشوم شهید شوی .
همدا راز د یادې ولسوالۍ په بمبایي سیمه کې د امنیتي ځواکونو او وسله
والو مخالفینو ترمنځ د نښتې پر مهال یو ولسي وګړی شهید شوی دی .