یان کوبېش له دواړو نوماندانو سره کتلي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61037

دخبریدو نیټه : 2014-08-31

په افغانستان کې د ملګروملتو ځانګړي استازي یان کوبیش پرون د ولسمشرۍ له دواړو کاندیدانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله سره وکتل. په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی دفتر یوناما وايي کوبیش په دې کتنه کې، چې د افغان کاندیدانو په غوښتنه وشوه، هغوی ته د رایو د تفتیش او بیا شمېرنې په برخه کې د شوي پرمختګ په اړه معلومات ورکړل. کوبیش اشرف غني احمدزی او عبدالله د تفتیش د بهیر په اړه دغه معلومات د ملګرو ملتونو او نړیوالو څارونکو د معلوماتو پر بنسټ ورکړي دي. د یوناما په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په غونډه کې په افغانستان کې د امریکا د متحدو ایالتونو سفیر جېمز کنینګم هم حاضر و.