ای. اېم. اېف اوکراین ته ۱،۴ میلیارده ډالر سپاري

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61043
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-08-31

د پیسو نړیوال وجهي صندوق له اوکراین سره د یو اعشاریه څلور میلیارده ډالره نورې مرستې له ورکړې سره هوکړه وکړه. د ای. اېم. اېف د وړمې ورځې په غونډه کې ګډونوالو د هغه ۱۷ میلیارد ډالري پور د یوې بلې برخې له ورکړې سره هوکړه وکړه چې د روان کال په مې میاشت کې یې ژمنه کړې وه. د اوکراین دولت چې له اقتصادي کړکېچ سره مخ دی د مرستې لومړۍ برخه چې دری میلیارده او ۲۰۰ میلیون ډالره کېده په مې میاشت کې ترلاسه کړه. تر دې وړاندې د پیسو د نړیوال صندوق یوه ویاند د پور ترلاسه کولو لپاره د اوکراین له پورته کړو ګامونو خوښي څرګنده کړې وه. ای. اېم. اېف وړاندوینه کوي چې د ۲۰۱۴ کال تر وروستیو پورې به د اوکراین اقتصادي وده له ۶،۵ سلنه ټیټوالي سره مخ شي.