د مالیزیا هوايي شرکت ۶ زره کارکوونکي له دندو ګوښه کوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61044
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-08-31

سږکال له دوو غمیزو وروسته د مالیزیا هوايي شرکت د خپل اقتصاد د بیا رغولو په موخه له دندې د ۶۰۰۰ کارکونکو د ګوښه کولو پلان نیولی دی. د کارکونکو په شمېر کې دغه کمی د دوی د ټول بشري ځواک ۳۰ سلنه جوړوي. د نوموړي شرکت چارې به تر دې وروسته د حکومت له خوا سمبالېږي او یو نوی اجرایوي مشر به هم ورته وګومارل شي. څېړونکي اوس هم د اېم. ایچ ۳۷۰ الوتکې چې د مارچ میاشت کې له کوالالمپوره د بېجینګ پر لور د الوتنې پر مهال تري تم شوه، په لټه کې دي. د دې تر څنګ، په ختیځ اوکراین کې د اېم ایچ ۱۷ الوتکې د غورځېدو د پېښې پلټنې هم راونې دي. د اقتصاد د بیارغونې لپاره د مالیزیا هوايي شرکت نږدې دوه میلیارد ډالرو ته اړتیا لري. د پانګونې حکومتي کمپنۍ خزانه ناسیونال چې مخکې یې د مالیزیا د هوايي شرکت ۶۹ سلنه ملکیت درلود، اوس به د شرکت بشپړ ملکیت تر لاسه کوي. د نوموړې کمپنۍ مشر ازمان مختار ویلي: « موږ د مالیزیا هوايي شرکت د اقتصاد د بیا رغونې لپاره اړین ګامونه په پام کې نیولي دي. که څه هم د بریا تضمین نه شته خو د دغه شرکت بیا رغونه د مالیزیا د ملي اقتصاد د ودې لپاره خورا مهمه ده.» د نورو پلانونو تر څنګ، د مالیزیا هوايي شرکت به تر دې وروسته د اوږده واټن الوتنې نه کوي او تمه ده چې تر ۲۰۱۸ کال پورې عادي اقتصادي حالت ته را وګرځي.