د هلمند ۱۲۰ تړلي ښوونځي بېرته فعالېږي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61057
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-08-31

سږ کال به په هلمند ولايت کې١٢٠ تړلي ښوونځي به بېرته فعال او له زده کړو بې برخې زرګونه ماشومان به ښوونځيو ته ولاړ شي. دا څرګندونې د دغه ولايت د پوهنې رييس عبدالمتين جعفر په لښکرګاه کې د قومي مشرانو او ديني عالمانو هغې غونډې ته وکړې، چې د پوهنې د ملاتړ په موخه جوړه شوې وه.جعفر وويل چې د هلمند ولايت په بېلابېلو ولسواليو کې د ناامنيو او نورو ستونزو له امله ١٢٠ ښوونځي تړلي چې تر راتلونکو دوو اونيو چې ښوونيز کال پيلېږي، بېرته فعال شي. هغه وويل چې د دغو ښوونځيو له فعالېدو سره به زرګونه ماشومان له زده کړو برخمن شي خو د هغوى دقيق شمېر يې په ډاګه نه کړ.د نوموړي په خبره، په هلمند ولايت کې٢٥٢ ښوونځي شته چې د ٣٣ زره نجونو په ګډون په کې ١٦٣ زره زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي.د پوهنې رييس وويل: « ځينې بهرنۍ کړۍ د پوهنې د پرمختګ مخه نيسي خو موږ د مشرانو او ځايي خلکو په هڅه بريالي شوي يو چې سږ تعلمي کال ټول تړلي ښوونځي بېرته فعال کړو.» هغه د پوهنې پر وړاندې د ستونزو جوړوونکو کړيو نومونه افشا نه کړل.