طالبانو په فراه کې د ۱۱ کسانو د وژنې مسوولیت منلی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61060
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-08-31

وسله والو طالبانو د هغو یولسو تنو د وژنې مسووليت پر غاړه اخيستى، چې وړمه ورځ په فراه ولايت کې وژل شوي و، طالبانو وژل شوي کسان اربکیان بللي دي. سيمه ييزو چارواکو ويلي و، چې دغه کارکوونکي وړمه ورځ په پشت کوه ولسوالۍ کې د ناپېژاندو وسله والو له لوري وژل شوي او پنځه نور يې ټپيان دي. د پشت کوه ولسوال عبدالرحيم حيدري ویلي دا کسان هغه مهال د وسله والو کسانو له لوري په نښه شوي، چې د شيخ ابونصر فراهي بندر پر لوري روان و. خو د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي ويلي، چې وژل شوي کسان اربکيان و، نه کارګر او هغوى په سيمه کې پر ګزمې کولو بوخت و. هغه زياته کړه، چې په دغه بريد کې د غلام په نوم د اربکيانو د مشر، د زوى په ګډون ١١ اربکيان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.