د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ۳ وسله وال وژل شوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61066
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-09-01

د کونړ سیمه يیز چارواکي وایي د دغه ولایت په شون کړۍ سیمه کې د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکي په برید کې دری پاکستاني وسله وال وژل شوي دي. د دغه ولایت د امنیې قوماندان عبدالحبیب سید خېل وايي په دغه پيښه کې ملکي کسانو ته زیان نه دی اوښتی. نوموړي زیاته کړه، د کونړ شون کړۍ سیمه ډیوړنډ کرښې ته نږدې پرته ده. په همدې حال کې د افغانستان دفاع وزارت وایي چې ځواکونو یې په هلمند او جوزجان ولایتونو کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې شپږ وسله وال مخالفین وژلي او اته نور یې ټپيان کړي دي. د دفاع وزارت خبرپاڼه وایي، چې د ملي اردو دوه سرتیري هم د ماین په چاودنه کې وژل شوي دي.