پکتیکاوال: نوی ولسمشر باید د ولایتونو ترمنځ توپیر له منځه یوسي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61081
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-09-01

د پکتيکا ولايت اوسېدونکي له راتلونکي ولسمشره غواړي چې د سولې او ثبات، د اداري فساد د مخنيوي او پوهنيز سکتور د ودې لپاره ډېر کار وکړي. د دغه ولايت د حقوقو پوهنځي فارغ التحصيل زلمي خروټي ویلي چې له راتلونکي ولسمشره غواړي څو د امنيت تر څنګ ټولو ولايتونو ته يو ډول پام وکړي. خروټي وويل: « راتلونکى ولسمشر بايد پر اساسي پروژو کار وکړي لکه د پلتو بند جوړول، د جاني خېلو په ولسوالۍ کې د تېلو څاګانې کيندل او استخراجول او ورته نور کارونه.» د ارګون ولسوالۍ د سواد مدني ټولنې مشر محمدالله همت يار وايي چې راتلونکى ولسمشر بايد د ولايتونو تر څنګ توپير له منځه يوسي. دى وايي چې ټول ولايتونه بايد په يوه درجه وي او د اداري واحدونو پر بنسټ ورته کلنۍ بودجه ورکړل شي.دى وايي: « راتلونکى ولسمشر بايد د پکتيکا بيارغونې ته ځانګړې پاملرنه وکړي، د اورګون ـ ښرنې ترمنځ غځېدلې لاره دې جوړې کړي، په ادارو کې دې د فساد مخه ونيسي.»