د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، په نږدې راتلونکي کې به د ايران د چابهار بندر د ترانزيټي لارې په اړه د افغانستان، ايران او هندوستان ترمنځ د همکارۍ هوکړه لاسليک شي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند احمد شکېب مستغني پرون په کابل کې خبريالانو ته وويل، چې دا مهال د دريو هېوادونو ګډ تخنيکي پلاوى د ياد هوکړه ليک د مسودې پر ترتيب کار کوي.
هغه وويل تمه ده دغه هوکړه ليک ډېر ژر وروستى او لاسليک شي.
دا په داسې حال کې ده، د بهرنيو چارو وزارت د روان کال په وري مياشت کې هم ورته څرګندونې کړې وې.
د چابهار بندر چې له نړيوالو اوبو سره تړلى، د ايران په سوېل ختيځ کې واقع دى او د افغانستان له نيمروز ولايت څخه ٧٠٠ کيلومتره واټن لري. دغه بندر د کراچۍ بندر په پرتله افغانستان ته ١٠٠٠ کيلومتره نږدې دى.
مخکې افغان سوداګرو ډېرى توکي د کراچۍ بندر له لارې لېږدول، خو تېر کال د زمري په مياشت کې د افغاني توليداتو صادرات له چابهار بندر څخه هم پيل شول.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت د دغه هېواد له لارې د توکو په لېږد کې کله نا کله افغان سوداګرو ته ستونزې جوړوي.
چارواکي وايي چې د چابهار بندر له لارې به د افغانستان صادرات په ځانګړې توګه وچه او تازه مېوه هند، قزاقستان، خليجي او اروپايي هېوادونو ته په اسانه او ارزانه توګه لېږدول کېږي.
په وچه کې د راګير هېواد افغانستان لپاره د چابهار بندر ته لاسرسى ډېر اهميت لري؛ ځکه چې په دغه کار سره يې پر پاکستان تکيه کمېږي.