ولبس مشر د عمر قاروق ( رض ) د سرپرستۍ او خدمت چاري مولوي محمدرسول اخند ته وسپارلې .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61102
لودين
دخبریدو نیټه : 2014-09-02

افغان ولس مشر د يوه فرمان له مخي ، د کندهار جيد ديني عالم مولوي محمدرسول اخند ته  د حضرت عمر فاروق ( رض ) د لوی جامع جومات د سرپرستۍ چاري ور سپارلي او له دې وروسته يې ، نوموړی خدمت پر مخ بيايي .
د هيواد په کچه دا لوی جامع جومات نن د کابيني د يو شمير وزيرانو له لوري پرانستل سو او په لمړي ځل د ماپښين د لمانځه اذان پکښي وسو .
مولوي محمدرسول اخند د کندهار مشهور ديني عالم او روحاني شخصيت دی .
نوموړی تر دې مخکي هم په لويو جامع جوماتونو کې د امامت چاري پر مخ بيولي دي ، بلخوا کندهار ښاريان غواړي چې د دې جامع جومات دپاره سم اداري  او خدمتي تشکيل جوړ سي څو هر کار يې پر وخت په منظم ډول تر سره او په سالم ډول يې ساتنه وسي .
کندهار ښاروال وايې ، چې د جامع ټولي چاري د کندهار ښاروالۍ ته ور د غاړي دي .