ذکي: هېڅ ډول فشار او ګواښ ته به سر ټیټ نه کړو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61104
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-09-02

د ډاکټر اشرف غني احمدزي په مشرۍ د تحول او دوام ټیم د اصلاحاتو او همپالنې ټیم څخه غوښتنه وکړه چې پر خپلې پرېکړې له سره غور وکړي او له پروسې دې نه پر شا کېږي. د دې ډلې ویاند فیض الله ذکي نن یوه خبري کنفرانس ته وویل، چې له تخنیکي او سیاسي پروسې څخه د اصلاحاتو او همپالنې ټیم پر شا تګ د سیاسي انزوا سبب کېږي. هغه زیاته کړه، ګواښونه او فشارونه به دوی هېڅکله دې ته اړ نه باسي چې له اساسي قانون څخه سرغړونه وکړي. نوموړي وویل، چې د اصلاحاتو او همپالنې ټیم دې خپلې غوښتنې له اساسي قانون سره سمې مطرح او له پروسې سره یو ځای شي. نوموړي د بلخ د والي د شنو او نارنجي حرکتونو د پیل په اړه وویل، چې د خلکو پاڅول سخت کار نه دی، خو مخکې له دې چې خلک پاڅون ته وهڅول شي، باید د هغه پایلې وسنجول شي چې هسې نه دغه شنه حرکتونه پر سرو او تورو بدل شي.