غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61113
روغوال
دخبریدو نیټه : 2014-09-03

 

 تصویر می د لیلا په زړه مغزو کښی ځي راځي
 د سرو وینو په شا نی می رګو کښی ځي راځي

 یوه لحظه می نه پریږدی ارام ته چی یی وکړم
 په ویښه خو لا څه کۍ په خو بو کښی ځي راځي

 په داسی رنځ اخته شوم په علاج یی نه پوهیږم
 د حسن ښاپیرۍ می خاطرو کښی ځي راځي

 ټول زړه یی زما نیولی راته ښکاري لیوني شوم
 ودانه رانه پا تی دشت او غرو کښی ځي راځي

 نور خلک ټول ارام دی کاراوبار کوی بی عمه
 د سولی تو تکۍ د د وی ملکو کښی ځي راځي

 د لته کور په کور باندی مرګونه ژړاګا ني
 خو نکاری ملا یکي پښتنو کښی ځي راځي