تجاوز

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61134
احمدجان نوزادی‎
دخبریدو نیټه : 2014-09-04



 زخمی کابله نن دی بیا تر زړګی وینی څاڅی
 بیا دی کابلیان و تښتیدو دی اړ دی
 بیا دی پیغلټی ځان خطر کی بولی
 ستا د عزت دښمنان ډیر چاغ شوی
 دوی چی هر څه ځانته حلال بولی
 دوی تا غلام او ځان بادار بولی
 دوی په دی پوه دی چی وطن کی خو قانون نشته دی
 که قانون شته نو د ټوپک قانون دی
 یا هم د زور او کوتک قانون دی
 افسوس چی دا قانون ددوی سره دی
 قانون مو جوړ کی خو لا اوس هم د ځنګله قانون دی
 ځنګل پری ښه ده د ا ګرګ او دلیوه قانون دی
 زه خو ډاریږم چی و دار ته بی ګناه لاړ نه شی
 ګناه کاران، هسی سالم پر خپله لار لاړ نه شی