زماربه!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61142
نعمت الله پټانزی‎
دخبریدو نیټه : 2014-09-05

 

 



ته سپیڅلی یې سبحـــان یې زماربه
 ته رحیم یې هم رحمـــــان یې زماربه

 ته خالق یې مونږهمه واړه مخلوق یو
 ته زمونږپه سرسلطـــــــان یې زماربه

 ددنیاپاچاهان ټول تاته محتاج دی
 ته خاونددټول جهــــــــــان یې زماربه

 ته خوحی لایمـــــــــوت یی مونږه نه یو
 تل ترتله جـــــــــــــــاویدان یې زماربه

 پرې روښانه موتګلاره اوژوندون دی
 رالیــږونکی دقــــــــــــــرآن یې زماربه

 لـــــورینې دپه مــــــــــــونږه ډیرې کړی
 ته حقدارپه هرانســــــــان یې زماربه

(پټانزی) دآوامــــــــــــــرعملي نه کړل
 عفـــوه وکړه ته غفـــــــران یې زماربه