غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61211
انور کاکړ
دخبریدو نیټه : 2014-09-10


دوامـداره ، دوامـداره زنـده ګـي ده
 په نصیب مو څومره خواره زنده ګي ده

 چی په خوله د هیـچا نوم اخیستی نه شو
 څـه بې کیفه بـې اسـراره زنـده ګـي ده

 نه ساقي شته ، نه جامونه میخانه کي
 له خـوماره تر خـوماره زنـده ګـي ده

 له پیـړیـو ستړي راغلو او روان یـو
 لا تـر کومه په دې لاره زنـده ګي ده

 مسافر یم د غمـو راباندي زور دی
 بې له یاره ، بې دیاره زنده ګي ده

 لا خو ژوند د ښایستو په سر تیریږي
 لا خو میني ته وزګاره زنده ګی ده

 اې ( انوره ) افسانو ته دي حیران شم
 چي خوږه دي له پرهاره زنده ګي ده