غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61224
هارون حکیمي
دخبریدو نیټه : 2014-09-10

 

دومره ډېر خپګان په ننګ کي نه راځي
دا لباس د میني رنګ کي نه راځي

وار د ګلاب وسي، بیا کټ کټ خندا
جنګ د محبت په جنګ کي نه راځي

ستا یاد مي د غرو له سرو ووهي
دومره زور په می او بنګ کي نه راځي

سترګي د اُتاق په دېوالونو کي
هیڅ خوب په خالي پالنګ کي نه راځي

نوم د هارون تور کړ د تقوا شهرت
ښکلي یې له ویري څنګ کي نه راځي.

۱۰-۰۹-۲۰۱۴
چانډیګړ – هندوستان