په کابل کې چاودنې دولسي جرګې غړی ټپي کړی دی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61275
سید جلالزی
دخبریدو نیټه : 2014-09-14

راپورونه وايي په کابل کې چاودنې د ولسي جرګې یو غړی ټپي کړی دی. ویل کېږي په ولسي جرګه کې د غزني پر استازي علي اکبر قاسمي نن سهار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند د دشت برچي په سیمه کې چاودنه شوې ده. عیني شاهدانو ویلي چاودنه په داسې حال کې شوې چې نوموړي په سیمه کې ورزش کاوه. امنیتي چارواکو تر اوسه په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.