فیضي:پاکستان دپنجابي طالبانو په نامه افغانستان ته خپل پوځیان رالیږي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61276
سید جلالزی
دخبریدو نیټه : 2014-09-14

د ولسمشر کرزي وياند وايي پاکستان د پنجابي طالبانو په نامه خپل پوځيان د ورانکاره کړنو په موخه افغانستان ته رالېږي. د پاکستان د پنجابي طالبانو د ډلې مشر عصمت الله معاويه پرون اعلان وکړ چې له دې وروسته به د پاکستان پر ځاى په افغانستان کې خپلو جګړه ييزو فعاليتونو ته دوام ورکړي. معاويه په يو لنډ ويډيويي پيغام کې ، د ډيورنډ له کرښې سره له مېشتو وسله والو او پاکستاني حکومته غوښتي، چې پر يوه مېز سره کېني، د پاکستان د ګټو په موخه د وخت حساسيت دې په پام کې ونيسي او د سيمې دسيسې دې شنډې کړي. خو د ولسمشرکرزي وياند ايمل فيضي وايي په دغه اعلان سره پاکستان غواړي د پنجابي طالبانو په جامه کې خپل پوځيان افغانستان ته را ولېږي. ده زياته کړه چې دغه کار د افغانستان د بې ثباتۍ، نا امنۍ او ورانکاره کړنو د ترسره کولو په موخه کېږي. فيضي وايي، پاکستان مخکې هم د طالبانو له نامه او د هغوی له جامې په استفادې د افغانستان په بې ثباتۍ کې ګټه اخيستې او اوس هم هماغه کړنې ته ادامه ورکوي.