د ملي اردو د چورلکي د ټکر له امله ۶ تنه ټپيان سول .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61281
لودين
دخبریدو نیټه : 2014-09-14

د ارزګان په ګيزاب ولسوالۍ کي د ملي اردو چورلکي د ديوال سره  ټکر کړی او پر مهال يې د يوه پيلوټ په ګډون شپږ تنه ټپيان سوي دي .
چورلکي د مرکز ترينکوټ څخه الوتنه کړي وه او هغه پوليس يې ولسوالۍ ته رسول ، چې په مرکز ترينکوټ کي يې دنده پای ته رسيدلي وه .
تر ناستي وروسته د چورلکي بريکونه کار پري ايښي او  د ملي اردو په قرارګا کې د يوه ديواله سره جنګيدلې ده .
د  ارزګان د والي وياند دوست محمد ناياب د پيښي پخلی کوي او وايې  ، چې په پيښه کې د چورلکي پيلوټ او پنځه ملي پوليس ټپيان سوي دي .
د والي وياند وايې ، چې د ټپيانو زخمونه سطحي دي او چورلکي ته هم ډير زيان نه دی رسيدلی .
د پيښي دقيق وخت نن يکشنبه څلورنيمي بجې او   دقيق ځای يې د ولسوالۍ مرکز د ملي اردو قرارګاه ده  .