د ارزګان ولايت په مرکز ترينکوټ کې د عامي روغتيا او نورو مسؤلينو يو شمير شخصي روغتونونه، روغتيائي کلينيکونه او درملتونونه وتړل او د هغوي نه ئي لوحې کښته کړې .
د ارزګان د والي د دفتر خپره سوئ خبرپاڼه واي ، چې د تړل سويو روغتيائي مرکزونو مالکانو د قانوني جواز پرته په ناقانونه توګه فعاليت درلود ، چې د ټولو نه ليکدړي ښکته او د روغتيائي مرکزونو دروازي ئي تر نامالومه وخته پوري وتړل سوې.
خبرپاڼه وايې ، چې د يادو روغتيائي مرکزونو مالکان به ژر څارنوالۍ ته ور وپيژندل سي ترڅو د ارزګاني وګړو د ژوند سره د ناسم چلند له آمله خپل ځواب ووائي.
خبرځای د دې لړۍ د جريان خبر ورکړی دی .