پاسوال عبدالرازق : د ډورنډ پر کرښه خندق د وسله والو د راتګ مخه نه سي نيولای . .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61284

دخبریدو نیټه : 2014-09-15

د کندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق وايې ، چې د هيواد په جنوب کي د ډورنډ پر کرښه جوړيدونکی خندق  افغانستان ته د دولت ضد وسله وال د را اوښتلو مخه نه سي نيولای او دا خبره د پاکستان د حکومت تشه بهانه بولي .
نوموړی وايې ، پاکستان اوس هم د افغانستان په وړاندي وسله وال روزي او د ډورنډ پر کرښه يې ساتي .
وروسته له هغه  ، چې د  هيواد په جنوب کي د ډورنډ پر کرښه د پاکستاني ځواکونو  له لوري د خندق کيندل پيل سوي ورسره سره سم افغان دولت د موضوع د ښه څيړني دپاره پلاوی هم ټاکلی دی .
د پاکستان حکومت يو شمير رسنيو ته ويلي دي ، چې د دې خندق څخه يې موخه دواړو هيوادونو  ته د وسله والو د تګ راتګ مخنيوی دی او دوی نه غواړي چي له افغانستانه پاکستان او له پاکستانه افغانستان ناامنه سي ، خو د کندهار امنيه قوماندان او په سويل کې لوړپوړی فوځي چارواکی جنرال عبدالرازق دا ډول څرګندوني تشي بهاني   او د نړۍ او افغانستان د تيرايستلو  دپاره   د پاکستان دوه مخی سياست بولي  .
(( د دنيا په دومره امکاناتو د پاکستان څخه د ترورستانو د را اوښتلو مخه نه ونيول سوه نو اوس په دې يوه متر خندق نيول کيږي ، دا هيڅ عقل نه مني ، پاکستان غواړي چي په دې سره نړيوال خطاباسي او دا يې هسي تشي بهاني دي ، د ډورنډ پر کرښه د پاکستاني ځواکونو د پوستو څنګ ته د ترورستانو خيمي ولاړي او پاکستان د افغانستان د جګړې دپاره روزنه ورکوي . ))
نوموړی وايې ، چې پاکستان دا خندق د ډورنډ د کرښي ۶۰۰ متره ليري د پاکستان په خاوره کي کيندي .   .
پاسوال عبدالرازق اڅکزی وايې ، چې پاکستان د افغانستان د دولت ضد وسله والو کلک ملاتړی دی ، نوموړی پاکستان د وسله والو په روزلو او بيا يې افغانستان ته  په راليږلو تورنوي .
( پاکستان اوس هم  ترهګر روزي ، افغانستان ته يې راليږي او دلته جنګ کوي ، زه نه پوهيږم چې دا دنيا ولي ږغ نه کوي اويا فيصده خلک دا فکر کوي چې دنيا د ترهګرو تر شا ولاړه ده او لاسنيوی يې کوي ، که نه ده ولاړه نو ولي يې مخنيوی نه کوي ؟ ))
نوموړی ، چې زيات وختونه د پاکستان پر ضد توندي څرګندوني کوي ، اوس هم ټينګار کوي چې د افغانستان جګړه پاکستان پر مخ وړي .
هغه وايې ، چې د ډورنډ د کرښي د رسمي کيدو هيڅ راز هڅه يې نه ده کړي ، په وينا يې چې  د دې جنجالي کرښي د رسميت خبره د دولتونو کار نه ،  بلکه د ملتونه کار دی .
افغان سرحدي او پاکستاني ځواکونو درې مياشتي مخکي د دې خندق پر سر درنه جګړه  هم وکړه ، پاسوال عبدالرازق وايې  د مرکزي دولت په امر يې هغوی ته اجازه ورکړې ده ، چې د ډورنډ پر کرښه  ۶۰۰ متره ليري د پاکستان لوري ته  خندق وکيندي .
نوموړی زياتوي ، هيڅ چا ته د افغان خاوري د لاندي کولو اجازه نه ورکوي او که څوک له زوره کار اخلي د غاښ ماتوونکي ځواب توان يې لري .