زابل : په شاجوۍ کي دوه د ملي اردو سرتيري وژل سوي دي .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61286
لودين
دخبریدو نیټه : 2014-09-15

د زابل په شاجوۍ ولسوالۍ کې د ملي فوځ د سرتيرو او وسله والو طالبانو تر منځ په نښته کې دوه د ملي اردو سرتيري وژل سوي دي .
نښته د دې ولسوالۍ د لالي کلي په سيمه کې نن غرمه رامنځ ته سوې ده .
د شاجوۍ ولسوال عبدالخالق ايوبي وايې  ، چې نښتي درې ساعته دوام کړی دی او پر مهال يې وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده خو د شمير په اړه يې معلومات نسته .
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي .