دپغمان په پیښه کې ښکېل ۵کسه په اعدام او ۲نور په اوږده بند محکوم شول .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61290
سید جلالزی
دخبریدو نیټه : 2014-09-15

استناف محکمې په پغمان کې د غلا او جنسي تېري په پېښه کې د ښکېلو کسانو له ډلې پنځو تنو ته د اعدام او دوه نورو ته د اوږده حبس سزا واوروله. دغه کسان تېره اونۍ په ابتدایه محکمه کې هم د اعدام پر سزا محکوم شوي وو، خو مدافع وکیل یې د استناف غوښتنه وکړه. تر یوې اونۍ ځنډ وروسته د یادو مجرمینو استناف محکمه نن په علني ډول پیل شوه او د موظف څارنوال له خوا د دعوا تر اورېدو وروسته قضايي پلاوي نظر محمد، عزیزالله، حبیب الله، سمېع الله او قیس الله د اعدام پر سزا او صفی الله او جمیل یې پر شل کاله بند محکوم کړل.