د څمکنیو د ولسوال مړی وموندل شو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61291
سید سلام
دخبریدو نیټه : 2014-09-15

چارواکي وايي، چې د پکتيا ولايت د څمکنيو د تښتول شوي ولسوال مړى موندل شوى دى. ولسوال انجنير صالح محمد احساس د تېرې جمعې په ورځ د څمکنيو ولسوالۍ پر لويه لاره له يوه موټرچلوونکي سره د وسله والو له خوا تښتول شوى و. خو د دې ولايت د والي مرستيال عبدالولي سهي وويل، چې نن غرمه د ولسوال او د موټر چلوونکي مړي يې د پکتيا د سيدکرم ولسوالۍ د کارېز په سيمه کې موندل شوي دي. ده زياته کړه، ولسوال صالح محمد د وسله والو طالبانو له لوري تښتول شوى و او هغوى وژلى هم دى