په پروان کې دطالبانو ولسوال ووژل شو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61303
سید سلام
دخبریدو نیټه : 2014-09-16

ځايي چارواکي وايي، د پروان دکوه صافي ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوى ولسوال او د هغه ٩ ملګري وژل شوي دي. د کوه صافي ولسوال سيف الله بيدار، وويل، چې دغه کسان تېره شپه د دې ولسوالۍ په "پچه خاک" سيمه کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې وژل شوي دي. د هغه په وينا، په وژل شويو کسانو کې کوه صافي ته د طالبانو نومول شوى ولسوال روح الله او د طالبانو دوه قوماندانان ( ذبيح الله او ضياالدين ) شامل دي.