په هرات کې د نښتې په ترڅ کې ۶افغان سرتیري او۸مخالیفین وژل شوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61307
سید سلام
دخبریدو نیټه : 2014-09-17

د هرات امنیه قومانداني وايي په چشت شریف ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر یوه کاروان د طالبانو په وسله وال برید کې شپږ پولیس او او اته طالبان وژل شوي دي. د هرات د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالرووف احمدي وايي چې په برید کې پنځه پولیس ټپیان شوي هم دي. دی وايي د پولیسو ملاتړۍ ځواک چشت شریف ولسوالۍ ته د اکمالاتو په موخه روان و چې د تګاب یاري په سیمه کې د طالبانو له کمین سره مخ شو. د احمدي د معلوماتو له مخې په برید کې د پولیسو دوه موټر هم ویجاړ شوي دي.