د طالبانو په برید کې پنځو ماشومانوته مرګ ژوبله واوښته

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61308
سید سلام
دخبریدو نیټه : 2014-09-17

د ميدان وردګو ولايت چارواکي وايي چې د وسله والو طالبانو په يوه بريد کې پنځو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.د دغه ولايت د والي وياند عطاء الله خوږياڼي وويل چې پرون د جغتو ولسوالۍ بازار ته څېرمه د اسدالله په نوم د يوه تن پر کور د وسله والو طالبانو له خوا د توغول شوي توغندي د لګېدو له امله د نوموړي يوه نولس کلنه لور وژل شوې ده.هغه زياته کړه چې په دغه بريد کې د اسدلله درې نورې لوڼې چې عمرونه يې د ٥ او ٩ کلونو تر منځ دي، ټپيانې شوې دي.د يو و بل خبر له مخې، د کابل ـ کندهار پر لويه لاره د نرخ ولسوالۍ اړوند د اندړو د پله په سيمه کې د دوو ټېلر موټرو د ټکر له امله د دواړو موټرونو چلوونکي مړه شوي دي.