د ولسي جرګې غونډه ګډه وډه شوه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61309

دخبریدو نیټه : 2014-09-17

رشادسادات ولسي جرګې د هیواد دامنیتي وضیعت په اړه چارواکې غونډې ته وربللي وه. غونډه د اداري پلاوي له کنټرول څخه ووته او ګډوډي منځ ته راغله. د ولسي جرګې په غونډه کې ځینو وکیلانو له امنیتي چارواکو د افغانستان کړکیچن امنیتي وضیعت په اړه پوښتنې کولې، کله چې دملي دفاع وزیر بسم الله محمدي ځوابونو باندې شروع وکړه رمضان بشردوست پر وړاندې راپورته شو او نوموړی د ملا عمر استازی وباله او غونډه ېې پریښوده. بسم الله محمدي هم له هغه څخه کم نه وه او خپل غبرګون ېې وښودی او بشردوست ېې د پردیو جاسوس ګڼی