ولسمشر کرزي له امریکا غوښتنه کړې چې د ټاکنو په بهیر کې د افغانستان په خیر رول ولوبوي.
ولسمشر د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي او په کال کې د امریکا له سفیر سره په کتنه کې ویلي له دې له پيل راهيسې د ولسمشريزو ټاکنو په بهير کې فعاله ونډه لرلې ده، نو ايجابوي چې په بريالۍ توګه د دغه بهير په بشپړېدو کې د افغانستان په خير کار وکړي.
د ولسمشرۍ مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې د ولسمشر کرزي له قوله ویل شوي چې افغانستان بايد د بهرنيو هېوادونو د رقابت ډګر ونه اوسي او لازمه ده، چې د امريکا متحده ايالتونه د افغانستان د اوضاع په اړه له نورو هېوادونو سره د تفاهم فضا ولټوي.
په خبرپاڼه کې راغلي، په دې کتنه کې امريکايي ديپلوماتانو ولسمشر حامد کرزي ته د ولسمشريزو ټاکنو بهير د وروستيو پرمختګونو د څرنګوالي په اړه معلومات ورکړي دي.
ولسمشر کرزي ويلي، چې د افغانستان د ټاکنو بهير له حده ډېر اوږد شوى او د افغانستان خلک يې په ډېر اندېښمن کړي دي.