نور:دټاکنو پایلې د کاندیدانو تر موافقې پورې نه ځنډوو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61313
سید سلام
دخبریدو نیټه : 2014-09-18

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي چې د دوو کاندیدانو ترمنځ د ملي یووالي د حکومت جوړولو ته انتظار نه باسي او ژر به د ولسمشرۍ د دویم پړاو ټاکنو پایلې اعلان کړي. ددغه د کمېسیون ویندوی نور محمد نور وايي وروستۍ پایلې به وروسته له دې اعلان کړي چې د شکایتونو کمیسیون د خپلو څېړنو نتیجه دوی ته ولېږي. ګومان کېږي چې نن به د شکایتونو کمیسیون خپل کار بشپړ کړي او که د انتخاباتو خپلواک کمیسیون په رښتیا سیاسي ملحوظات په پام کې ونه نیسي ممکن د انتخاباتو خپلواک کمیسیون سبا پایلې اعلان کړي. د دغه کمیسیون ویندوی نور محمد نور زیاته کړه، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون به د انتخاباتو د نتیجې اعلان د دوو کاندیدانو اعلان ته ونه ځنډوي. دا په داسي حال کې ده چې د عبدالله عبدالله د اصلاحاتو او همپالنې ټیم اصرار کوي چې د انتخاباتو نتیجه دې تر هغو نه اعلانېږي چې دواړه کاندیدان د ملي یووالي د حکومت پر سر جوړجاړي ته رسېدلي نه وي.