هارون حکیمي ته

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61322
عبدلمجید راغستانی
دخبریدو نیټه : 2014-09-19


 هغه سرتاج ،هغه چي ځوان شاعر دئ
 ها چي تر ټولو مهربان شاعر دئ
 ها ګلالی چي لا غوټۍ غو ندي دئ
 د حوادثو د توفان شاعر دئ
 څنګه مورکۍ د میني درس ورکړی
 ها په غزل چي پهلوان شاعر دئ
 ته وا شیدې یې د شعرونو رودې
 اوس چي لاځوان پر ټولو ګران شاعر دئ
 زه وایم کیږي دا یو بل\" لایق\"سي
 په پښتو ژبه کي روان شاعر دئ
 که\" جهاني\"سو که\" درویش درانی\"
بېشکه دغسي افغان شاعر دئ
 مجید په شعر کي\" حکیمي \"یادوي
 زه وام \"هارون\" زما د داستان شاعر دئ