د ټاکنيزو شکايتونو د خپلواک کمېسيون مشر وايي ، چې د ټاکنو کمېسيون د اعتراض له حقه په ګټې اخېستنې سره ددوى پرېکړه نه ده منلې .
دغه څرګندونې د ټاکنيزو شکايتونو د خپلواک کمېسيون مشر ستار سعادت په خپله فېسبوک پاڼه کې ليکلي .
هغه زياته کړې: ((د ټاکنو کمېسيون د اعتراض له حقه په ګټې اخېستنې سره ، زموږ پرېکړه د ټاکنو قانون ۵۹ مې مادې د حکم په رڼا کې نه ده منلې.
د قانون د حکم له مخې، د ټاکنيزو شکايتونو خپلواک کمېسيون کولای شي، دا اعتراض ومني او يا يې په پخو دلايلو رد کړي (په خپلې پرېکړې تاکيد وکړي.) ده ويلي ، چې د ټاکنيزو شکايتونو خپلواک کمېسيون به د همدې ورځې تر پايه په خپله پرېکړه د قانوني او پخو دلايلو په مټ تاکيد وکړي او د ټاکنو کمېسيون ته به يې واستوي .
خو د ټاکنو خپلواک کمېسيون غړى محمد عزيز بختياري وايي ، چې د شکايتونو د کمېسيون پرېکړه يې د رايو د ١١٨محلونو د ابطال په اړه د ځانګړو دلايلو د نه شتون له امله رد کړې ده .
ده وويل، چې د ١١٨محلونو د رايو د ابطال دلايل لا نه دي مشخص نو کېداى شي چې په همدې موخه سبا د رايو پايلې اعلان نه شي .