د ملي وحدت حکومت پر سر ټول اختلافات حل شوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61335
احمدفیصل
دخبریدو نیټه : 2014-09-19

د ولسمشرۍ د کاندیدانو استازي وايي چې د ملي وحدت حکومت پر سر د دوی ټول اختلافات حل شوي او نن به موافقه لاسلیک کړي. دوی وايي د موافقې متن ترتیب شوی. په متن کې چې د واک وېش جزییات څرګند شوي دي، څلور مخه دی. د عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټیم استازو ویلي چې واک یې په خپل منځ کې په اجراییه او قضاییه قواوو کې نیم په نیمه وېشلی دی. په همدې حال کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون سرچینې وايي چې د نتیجو د اعلان لپاره پوره تیاري لري او ممکن نن یا سبا /یکشنبه/ د رایو پایلې اعلان کړي. ملګروملتو پرون دواړو کاندیدانو ته دوې ورځې مهلت ورکړی و چې په خپل منځ کې اختلاف حل کړي.