په خوست کې په پوځي يونيفورم کې غله نیول شوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61336
احمدفیصل
دخبریدو نیټه : 2014-09-20

په خوست ولايت کې هغه وسله واله ډله نيول شوې چې له پوځي يونيفورم په استفادې به يې د کورنو د تلاشۍ په پلمه غلا کوله.د دغه ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت وويل چې د غلاوو په تور دغه نيول شوي کسان په ګڼو پېښو کې لاس لري. امنيه قوماندان وايي، دې ډلې به د امنيتي ځواکونو په نوم کورونه تلاشي کول، پيسې، سره زر، سپين زر او نور قيمتي توکي به يې په زور لوټول. هغه د نيول شوو غلو شمېر او د نيولو ځاى ونه ښود خو يادونه يې وکړه چې پوليسو دغه کسان تېره ورځ نيولي دي. غيرت زياته کړه چې دغو نيول شوو پر خپلو جرمونو اعتراف کړی او د خپلې ډلې د نورو غړو په اړه يې هم معلومات ورکړي چې ډېر ژر به ونيول شي. بلخوا، د خوست پوليسو تېره ورځ سهار يو قاچاق کوونکی له لسګونو سپکو وسلو سره نيولی دی. د دغه ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت وويل چې له دغه کس سره تر دېرش ميله زياته سپکه وسله نيول شوې، چې غوښتل يې يوه خوندي ځای ته يې ولېږدوي. د خوست عام خلک د وسلو د قاچاق کوونکي او د غلو د ډلې پر نيولو خوښي ښيي او له چارواکو غواړي چې د قانون له مخې ورته سزا ورکړي. د دغه ولايت يوه سپين ږيري حميدالله وويل: ((د جرم تر ثابتېدو وروسته دې ورته سزا ورکړي، نه داسې چې دويمه ورځ يې بيا خوشى کړي.)) ده زياته کړه چې که يوه غله او يا قاتل ته سزا ورکړل شي نو بيا هيڅوک د جرمونو ترسره کولو ته زړه نه ښه کوي خو ستونزه دا ده چې مجرمين په سزا نه رسېږي. د خوست ښار يوه ټکسي چلوونکي ظاهرګل وويل چې خلک په ډېرو ستونزو سره يو څو پيسې ترلاسه او بيا پرې موټر واخلي، خو وسله وال غله يې په ډېرې اسانۍ ترې وتښتوي. هغه زياته کړه، په دې برخه کې د دوی غوښتنه دا ده چې عدلي او قضايي ارګانونه دې هره قضيه جدي وڅېړي او پرته له سزا د مجرمينو خلاصون ته زمينه برابره نه کړي.