جاوېد حبیبي: د ټاکنو پایلې به سبا اعلان شي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61337
احمدفیصل
دخبریدو نیټه : 2014-09-20

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي د ولسمشرۍ د دویم پړاو ټاکنو وروستۍ پایلې به سبا ته اعلان کړي. د ټاکنو کمېسیون د دارلانشا سرپرست جاوېد حبیبي ټینګار کړی چې د پایلو په اعلان کې نور ځنډ امکان نه لري. دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې کمېسیون ژمنه کړې وه چې نن به د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړي. بلخوا ولسمشر کرزی نن له جهادي مشرانو سره غونډه لري او د ټاکنو د پایلو په اړه ورسره خبرې کوي. ولسمشر نن یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل هیله من دی چې له جهادي مشرانو سره له کتنې وروسته افغانانو ته یوه ښه زېری ولري.