د ولسمشرۍ د ټاکنو وروستۍ پایلې سبا اعلانیږي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61338
لودين
دخبریدو نیټه : 2014-09-20

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، سبا یکشنبه د ولسمشرۍ د دوهم پړاوو د ټاکنو وروستۍ پایلې به اعلان کړي او د ټاکنو وړونکی کاندید به معلوم شي.
د ټاکنو د کمیسیون د دارالانشاء سرپرست جاوید حبیبي امریکا غږ ته وویل د سل په سلو کې د تفتیش او علني غونډو وروسته د ټاکنو د پایلو په تړاوو د کمیسیون پرېکړې تېره اوونۍ د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ته ولېږل شوې، او دغه کمیسیون هم خپلې پرېکړې اعلان کړې.
د ټاکنو د کمیسیون د دارالانشاء سرپرست وویل د ټاکنو د قانون په اساس به سبا د سنبلې د میاشتې په دیرشمه نېټه د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان شي