په سرپل کې د ځينو نښتو له امله ١٥ وسله والو او دولتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه ولايت امنيه قوماندان پاسوال نورحبيب ګلبهاري وويل چې يادې نښتې د سرپل-جوزجان پر لويه لاره د صياد ولسوالۍ په مربوطاتو کې رامنځته شوې دي.
هغه زياته کړه چې پرون د صياد ولسوالۍ د اهوي په کلي کې د وسله والو طالبانو او ملي ځواکونو ترمنځ نښته وشوه چې له امله يې څلور وسله وال طالبان ووژل شول او پنځه نور ټپيان شول.
ګلبهاري وايي چې په دې نښته کې يو سيمه ييز پوليس وژل شوى، درې پوليس او دوه د اردو سرتېري ټپيان شوي دي.