دسولې دښمنان دي دسولې په عالي کې شوراکې نه وي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61344
سید سلام
دخبریدو نیټه : 2014-09-20

د بنياد عمل په نامه د مدني ټولنې يوه بنسټ د افغانستان له راتلونکي حکومته غوښتنه وکړه چې د سولې په ټينګښت کې زياته هڅه وکړي او د "سولې ضد عناصر" د سولې له عالي شورا لرې کړي. د دغه بنسټ عمومي رييس سيداکرام افضلي په کابل کې د سولې نړيوالې ورځې په مناسبت يوې نمانځغونډې ته په خبرو کې هيله وښوده چې د ټاکنو رامنځه شوې لانجې ډېر ژر حل کړي او سياسي لېږد په سوله ييز ډول ترسره شي. هغه زياته کړه، عمل بنسټ د هېواد له راتلونکي مشرتابه غواړي چې دولت جوړونې، ملت جوړونې او سولې ته لومړيتوب ورکړي او ((تر هغو چې د سولې ضد عناصر وي او هغه څېرې چې د دولت له وسله والو مخالفينو سره يو اړخ پاتې شوې وي، د سولې له عالي شورا لرې نه شي، نو د سولې شورا به د تېرو کلونو په څېر څه پايله ونه لري.)افضلي د سولې په عالي شورا کې د دې ډول افرادو د شتون په اړه زياته کړه: ((پېژندل شوې څېرې دي او د ٦٠ زره کابليانو په وژنه کې لاس لري، جګړه د هغوى په ګټه ده او له همدې امله نه غواړي چې سوله راشي.))په اويايمه لسيزه کې د مجاهدينو د حکومت پر مهال د کورنيو جګړو له امله ګڼ شمېر کابل ښاريان ووژل شول او کابل ښار هم پر کنډواله بدل شو. اوسمهال ځيني جهادي مشران د سولې عالي شورا غړيتوب لري.