طالبانو په کونړکې دوه زده کوونکي دجاسوسۍ په تور ووژل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61345
سید سلام
دخبریدو نیټه : 2014-09-20

له کونړه را رسیدلي راپورونه وایي ، وسله والو په دې ولايت کې دوه زده کوونکي د جاسوسۍ په تور وژلي دي. د کونړ د امنيې قوماندانۍ مرستيال سمونوال عبدالقادر اميد وويل چې وسله والو طالبانو ياد زده کوونکي پنځه ورځې مخکې له ناړۍ ولسوالۍ څخه تښتولي وو. هغه زياته کړه چې ياد دوه تنه د دوولسم ټولګي زده کوونکي وو او پر دې تور يې نيولي وو چې ګواکې اېتلافي ځواکونو ته جاسوسي کوي. اميد وويل چې وسله والو مخالفينو ياد زده کوونکي تېره شپه د ناړۍ ولسوالۍ په يوه غرنيزه سيمه کې وژلي دي. د کونړ د پوهنې رياست مرستيال عبدالقهار اخوندزاده د پېښې د پخلي تر څنګ وويل چې دا زده کوونکي د ناړۍ ولسوالۍ د ساو لېسې د دوولسم ټولګي زده کوونکي وو.