چین برېتانوۍ کمپنۍ ۴۸۹ میلیون ډالره جریمه کړې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61353
احمدفیصل
دخبریدو نیټه : 2014-09-21

د چین حکومت د درمل جوړولو بریتانوۍ کمپنۍ ګلکسو سمیت کلاین په چین کې د رشوت ورکولو له لارې د خپل کاروبار د غوړولو په تور ۴۸۹ میلیون ډالره جرمانه کړی دی. دغه راز چینايي محکمو په دغه هېواد کې د نوموړې کمپنۍ پخواني مشر مارک ریلي او نورو چینايي مشرانو ته له دوو څخه تر څلورو کلونو پورې د بند سزا ورکړې ده. دا د چین په تاریخ کې د یوې کمپنۍ د جرمانه کولو تر ټولو لوړه کچه ده. د چین په یوې پټې محکمې کې ګلکسو سمیت کلاین کمپنۍ د روغتونو کارکونکو ته د خپلو تولیداتو د کارولو په بدل کې د رشوت ورکولو په قضیه کې ګرمه وبلل شوه. په چین کې د نوموړې کمپنۍ مشر مارک ریلي او ناڅرګند شمېر نور چینايي مشران هم په دغه قضیه کې د ښکېلتیا له امله زندان ته استول شوي دي. د تېر مې میاشت کې چینايي پولیسو ښاغلی ریلي او نور تورن کړل چې سیمه ییزو سوداګرو ته یې ویلي د روغتون کارکوونکو ته د دوی د کمپنۍ د تولیداتو د کارولو په بدل کې پیسې ورکړي. ګلکسو سمیت کلاین د محکمې د پرېکړې په ځواب کې په یوه لیک کې بښنه غوښتې او ویلي یې دي چې د چینايي څېړونکو موندنې او شواهد په بشپړه توګه مني. د ګلکسو سمیت کلین مشر سر انډرو ویټي په یوې اعلامیې کې ویلي په چین کې د دوی د کاروبار په اړه وروستۍ پرېکړه مهمه ده. نوموړي زیاته کړه دا د هغه د کمپنۍ لپاره ډېره ناهیلي کوونکې موضوع ده.