د ټاکنو پایلې نن اعلانیږي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61355
احمدفیصل
دخبریدو نیټه : 2014-09-21

د ولسمشرۍ دواړه کاندیدان بلاخره د ملي وحدت د حکومت پر جوړولو هوکړې ته ورسېدل. د اشرف غني احمدزي او عبدالله ترمنځ د اختلاف پر وروستیو ټکو تېره شپه ناوخته د دواړو په کتنه کې هوکړې شوه ده. د هوکړې له مخې به بایلونکی کاندید یا د هغه د ټیم غړی د اجرایوي رییس په توګه ټاکل کېږي چې د وزیرانو شورا مشر به هم وي؛ خو د کابینې مشري چې په میاشت کې به یو ځل غونډه کوي ولسمشر کوي. دغه راز به د دواړو ترمنځ قدرت په مساوي ډول وېشل کېږي. ویل کېږي چې اشرف غني احمدزي او عبدالله ترمنځ شوې هوکړه به نن په ارګ کې د ولسمشر کرزي، جهادي مشرانو او نړیوالو شاهدانو په حضور کې لاسلیک او د ورځې تر پایه به د ټاکنو پایلې اعلان شي.