اشرف ناصري: د زابل په يو شمېر ولسواليو کې قضايي ادارې فعاليت نه لري

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61357
احمدفیصل
دخبریدو نیټه : 2014-09-21

د زابل والي وايي چې دامنيتي ستونزو له امله ددغه ولايت په يو شمېر ولسواليو کې قضايي ادارې فعاليت نه لري. محمد اشرف ناصري د استېناف څارنوالۍ د نوي رييس د معرفۍ په مراسمو کې د پخواني رييس عبدالغفار افضلي فعاليتونه او هڅې وستايلې او له نوي رييس څخه د ښو فعاليتونو غوښتنه وکړه. ناصري زياته کړه چې د امنيتي ستونزو له امله ددغه ولايت په يو شمېر ولسواليو کې قضايي ادارې فعاليت نه لري .خو هغه وويل چې دوى به هڅه وکړي، چې په دې سيمو کې ژر تر ژره قضايي ادارې فعالې کړي.