د دواړو نوماندانو ترمنځ د ملي يووالي حکومت جوړېدو هوکړه ليک لاسليک شو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61363
احمدفیصل
دخبریدو نیټه : 2014-09-21

د ولسمشرۍ دوو نوماندانو اشرف غني احمدزي او ډاکټر عبدالله نن په ارګ کې د ملي يووالي حکومت هوکړه ليک لاسليک کړ. د ولسمشرۍ دواړو نوماندانو ډاکټر اشرف غني احمدزي او ډاکټر عبدالله د ملي يووالي حکومت هوکړه ليک نن له غرمې مخکې د ولسمشر حامد کرزي، جهادي مشرانو او نورو چارواکو پر وړاندې په ارګ کې لاسليک کړ. دغه هوکړه ليک اووه مادې لري، د اجرائيوي لومړي وزير څوکۍ د رامنځته کولو په موخه په اساسي قانون کې د تعديل لپاره د لويې جرګې رابلل، د اجرائيوي رياست پست، د لوړ پوړو دولتي چارواکو ټاکنه، د دويم ګټونکي ټيم لپاره د مشرۍ پست (د دولت اپوزېسيون) رامنځته کول او ټاکنيز اصلاحات یې مهم موارد دي. دغه هوکړه ليک په داسې حال کې لاسليک شوى چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون اعلان کړى چې د ولسمشرۍ ټاکنو پايلې د نن ورځې تر پايه اعلانوي.