مبارکۍ پيغام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61368

دخبریدو نیټه : 2014-09-21

د جمهور رئیس په توګه د ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي د اعلانیدو په اړه د
 مبارکۍ پيغام
 د ټاکنو کمیسون له لوري د جمهور رئیس په توګه د ډاکټر اشرف غني احمدزي
 اعلانیدو له امله خپله ښاغلي ډاکټر اشرف غني احمدزي ته،د بدلون او دوام
 ډلۍ ټولو غړیو، د افغانستان ټول ملت او په ځانګړې توګه هغه کسانو ته،چې د
 خپلو وینو په بدل کې د رایو اچونې په بهیر کې ګډون کړی وو.
دالله دربار ته لاسونه لپه کوم،چې د ښاغلي احمدزي په مشرۍ راتلوونکی
 حکومت د افغانستان د تل پاتې سولې او با ثباته افغانستان لامل شي .
هیله مندیم،چې په راتلوونکې حکومت کې د اداري فساد د لمنځه وړلو او د
 امنیت د تامین کولو په موخه بنسټیز کارونه ترسره شي،ترڅو افغانستان په
 دغه برخه کې له بدبختیو څخه وژغورل شي.
زه د نړیوالې ټولنې او جلالتماب جمهور رئیس حامدکرزي څخه د زړه له کومې
 مننه کوم،چې ټاکنیزو نندرو ته یې د پای ټکې کېښودلو په موخه نه ستړي
 کیدونکې هلې ځلې وکړې .
سره له دې،چې د نندرو د پای  ته رسولو په ترڅ کې شوې هوکړه لیک له امله د
 یموکراسۍ،ولسواکۍ او ټاکنیزې خپلواکۍ ته زیان ورسیدو،خو ستونزو د پای ته
 رسیدو له امله په یاد هوکړه لیک خوښ یم.
یو خل بیا د ولسمشر په توګه ښاغلي ډاکټر اشرف غني احمدزي او ټولې ډلې ته
 یې د هغه د بریالیتوب له امله مبارکي وایم.
درنښت
 عبدالمجید خوږیاڼی
 د میدان وردګو والي