هند او چین په خپل منځ کې اقتصادي او سیاسي اړیکې پراخوي. هند ته د چین د ولسمشر د سفر په ترڅ کې د دواړو هېوادونو مشرانو په خپل منځ کې د همکاریو د پراختیا خبر ورکړی دی.
د دغو همکاریو له ډله یوه یې د هند د زېربنا په برخه کې د چین پانګونه ده.
چین ژمنه کړې چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به د هند په زېربنايي برخو په ځانګړي ډول رېل پټلیو کې ۲۰ میلیارده ډالره پانګونه وکړي.
دغه راز به چین د هند په ګجرات او ماهاراشترا ایالتونو کې نوي صنعتي پارکونه جوړ کړي.
د دې ترڅنګ به د چین په بازارونو کې د هند د کرنیزو محصولاتو پلور ته شرایط برابر شي.