محسني:نن د ولایتي شوراګانو دشکایتونوڅېړلو چارې وروستۍ کیږي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61390

دخبریدو نیټه : 2014-09-22

د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون وايي، دولايتي شوراګانو د ټاکنو په اړه د شکايتونو د څېړلو چارې نن وروستۍ کېږي او ډېر ژر به يې په اړه پرېکړه وکړي.د ولايتي شوراګانو ټاکنې، د ولسمشرۍ له لومړي پړاو ټاکنو سره يو ځاى د روان کال د وري په ١٦مه ترسره شوې، چې په ترڅ کې يې د ٣٠٨ ښځو په ګډون ٢٦٠٠ کانديدانو له يوه بل سره سيالي وکړه،چې د لومړنیو پايلو له مخې يې د ٩٧ ښځو په ګډون ٤٥٨ کسان بريالي اعلان شول.د ټاکنیزو شکایتونو کمېسيون منشي او وياند محمدنادر محسني وويل چې د نورو ولايتونو د ولايتي شوراګانو د ټاکنو په اړه شوي شکايتونه څېړل شوي، خو د نورستان او ننګرهار ولايتونو لاهم پاتې دي.د ده د معلوماتو له مخې، د يادو دوو ولايتونو د شکايتونو د څېړلو پروسه به نن وروستۍ شي او د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون به د ولايتي شوراګانو د ټاکنو په اړه ژر خپله پرېکړه وکړي.