په خوست کې توغول شوي هاوان څلور تنه وژلي او ۱۳ژوبل دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61391
سید جلالزی
دخبریدو نیټه : 2014-09-22

چارواکي وايي چې د خوست په باک ولسوالۍ کې پر يوه کور د توغندي لګېدو له امله څلور تنه وژل شوي او ١٣ نور ټپيان دي.د باک ولسوال عبدالحي ځاځي وويل چې دغه توغندی تېره شپه د ولسوالۍ ودانۍ ته نږدې په ۵۰ مترۍ کې پر يوه کور لګېدلی دى.هغه وايي چې د دغه بريد موخه امنيتي ځواکونه وو.نوموړي زياته کړه، د توغندي لګېدو له امله د يوې کورنۍ دوې ښځې او دوه ځوانان وژل شوي او دغه راز د ښځو او ماشومانو په ګډون ١٣تنه نور ټپيان شوي دي.د خوست د والي وياند مبارزمحمد ځدراڼ په ياده پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د څلورو کسانو د وژل کېدو او ديارلسو نورو د ټپي کېدو خبر تاييد کړ.