ممنون حسین:افغانانوداشرف غني پرتوان دباورله مخي هغه ته رایه ورکړه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61394
سید سلام
دخبریدو نیټه : 2014-09-22

د پاکستان ولسمشر، ډاکتر اشرف غني احمدزي ته د افغانستان د ولسمشر په توګه د ټاکل کېدو مبارکي ورکړه او د کاناډا د بهرنيو چارو وزير د ملي يووالي حکومت له جوړېدو هر کلى وکړ.د ممنون حسين له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې نوموړى د ولسمشر په توګه د اشرف غني احمدزي د ټاکل کېدو په اړه خپلې ټولې نېکې هيلې څرګندې کړې دي.نوموړي ويلي، د افغانانو دغه تصميم د احمدزي د مشرۍ پر توان د اعتماد څرګندونه کوي، څو وکولى شي خپلو خلکو ته خدمت وکړي.د پاکستان ولسمشر ويلي، دى له خپل نوي افغان سيال سره کار ته چمتو دى، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې تر ټولو زياتې ژورې شي او دواړه هېوادونه خپلې دوه اړخيزه همکارۍ د سيمه ييزو همکاريو د پراخيتا لپاره پياوړې کړي.